انصار:( د لړم ۶مه)، خبري سرچینو خبر ورکړی، چې د روسیې د یوه ګوند په کوربه توب راتلونکې میاشت د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې په مسکو کې غونډه سره کوي.
دا غونډه تر ډېره د شمال ټلوالې د مشرانو په محوریت جوړیږي او د ملي مقاومت جبهې په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر احمد مسعود یې ځانګړی مېلمه یاد شوی.
د غونډې د نورو مېلمنو په ډله کې له کابله د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مصالحې عالي شورا د پخواني مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي څېرو نومونه هم لیدل شوي.
ویل کیږي، چې صلاح الدین رباني او محمد محقق له احمد مسعود سره د مخالفتونو له امله دې غونډې ته له تلو انکار کړی.
د نورو سیاسي څېرو د ورتلو په اړه هم تر اوسه دقیق معلومات نشته.
په ټوله کې د شمال ټلوالې پخواني مشران په هغو غونډو کې د ګډون ډېره لېوالتیا نه ښيي چې هغه ته د دوی د مشرۍ ورکولو هڅه پکې کیږي.
دوی باورلري، چې احمد مسعود کم عمره، کم تجربې او د دوی په ټکیو پر دوی د پنجشېر درې د تحمیلي مشرۍ دوام دی.
طالبانو دغې غونډې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د افغانستان په تړاو د دوی له ګډون پرته ناستې بې ګټې بللي.
پر طالبانو نیوکه ده، چې افراطي پریکړو، قیوداتو او د واک انحصار سره یې پر ټولو غیر طالب افغانانو د ژوند کړۍ تنګه کړې او دوی یې خپل مخالفت ته مجبور کړي.
د ځینو شنونکو په باور، دغه وضعیت ځینو هېوادونو ته د طالبانو پر ضد د خپلو نیابتي موخو لپاره د پخوانیو جنګسالارانو د بیا پورته کولو پلمه په لاس ورکړې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28078